ننګرهار!
د ربيع الاول پر ۶مه، د افغاني سرې مياشتې له لوري د ننګرهار ولايت په څلورو ولسواليو (رودات، هسکه مېنه، غني خیل او مومند دره) کې ۲۴۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره چې څه موده مخکې يې سروې شوې وه ټولټال ۲۵۲۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې زيانمنې کورنې ته ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.افغاني سرې میاشتې تیره ورځ هم د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار او حصارک ولسوالۍ کې ۱۶۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره ۱۶۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې وه.


