ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!
نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر اومه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د پچير اګام ولسوالۍ ۳۰۰ اړمنو، کوڼډو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته د ختیځې حوزې د همغږۍ د رییس ښاغلی ميا حفيظ الدين "قمري"، د ترکيې هېواد استازي سمسور "نهضت" او د ننګرهار سرې مياشتې د رییس ښاغلی رحمت الله رحماني په حضور کی ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، د خوراکي توکو یوه بسته او یوه بسته ژمنۍ البسه شامل وو.


