ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې
دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ۳۷۱۵ تنو ته د مور او ماشوم خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز په یاده موده کې ۴۰۸۸۵ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو سربېره ګڼو هېوادوالو ته د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
