ننګرهار؛ د ترکيې سرې مياشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د څه باندې ۲۴ ټنه مرستو جوپه افغاني سرې مياشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۲۱:۴۲
ننګرهار؛ د ترکيې سرې مياشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د څه باندې ۲۴ ټنه مرستو جوپه افغاني سرې مياشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د ترکيې سرې مياشتې له لوري د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د ۲۴.۳۲۵ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکو جوپه، د جلال آباد په هوايي ډګر کې د افغاني سرې مياشتې د ختيځ زون رئيس مولوي قمرګل نصرت او د کونړ نمايندګۍ رئيس مولوي عبدالطيف ثابت ته وسپارل شوه.
د سپارلو په مراسمو کې، په افغانستان کې د ترکيې سفير مرستيال ښاغلی بلال ايمري بيرال، د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي عزيز الله مصطفی، په افغانستان کې د ترکيې سرې مياشتې استازی ښاغلي نعيم الله کريمي او د ترکيې افاد مرستندویه بنسټ استازی ښاغلي سيف الدين کارابولوت هم حاضر وو.
مولوي نصرت د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د ترکيې له سرې مياشتې او افاد بنسټ مننه او د دې بشردوستانه اقدام قدرداني وکړه. نوموړي وویل: دا مرسته به د زلزله‌ ځپلو د بېړنيو اړتياوو پوره کولو تر څنګ د هغوی د بحراني حالت کمښت او د ستونزو د هوارېدا لامل شي. نوموړي له نړیوالو خيريه بنسټونو هم وغوښتل، چې په دې سختو حالاتو کې له افغان ولس خپلې بشري مرستې و نه سپموي.
په ياده مرسته کې ۱۵۰ خېمې، ۱۰۵۰ کمپلې، ۲۵۰ د حفظ الصحې کڅوړې او ۳.۲۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي، چې ډېر ژر به کونړ کې پر زلزله ځپلو هېوادوالو ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS