میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ کې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۱ قطۍ بسکوټ شامل دي.
