میدان وردګ ولایت کې ۱۰۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ویشل پیل شول
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کل د سلواغې پر ۱۱مه د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو ته چې کونډې، یتیمان، معیوبین او بې ځایه شوې کورنۍ په کې شاملې دي؛ د خوارکي او غیر خوارکي موادو د ویش لړۍ پیل شوه.
په یادو موادو کې ۶ بوجۍ اوړه، ۳ کارتنه خوارکي مواد،۲ بړستنې او یو د البسې بکس شامل دي.


