میدان وردګ؛ ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۶:۵۶
میدان وردګ؛ ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې له ۳۲ تنو زده‌ کوونکو څخه د انګلیسي مضمون د پنځم کتاب وروستۍ آزموینه واخیستل شوه، چې له جملې به یې بریالي زده‌ کوونکي د انګلیسي د شپږم کتاب زده‌ کړه پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په یاد ښوونیز مرکز کې ۲۲۵ تنو هغو زده کوونکو ته چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فيس  ورکولو توان نه لري؛ د سیرت النبيﷺ، تعلیم الاسلام، لیک لوست، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې په وړیا ډول زده کړې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ۲۳ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۶۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS