لوګر:
افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه په دومنده سیمه کې روغتیایي ګرځند مرکز جوړ کړی. د ګرځندو روغتیایي مرکزونو له لارې افغاني سره میاشت هره ورځ د هېواد په ګڼو ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.
