لمریزې بریښنا د کندهار مرستون روښانه کړ !

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۰:۱۷
برق آفتابی، مرستون کندهار را تنویر کرد!

دوشنبه د روان ۱۴۰۱لمریزکال د وري پر ۲۲ مه، چې د ۱۴۴۳ سپوږمییزکال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۰ مې نېټې سره سمون خوري د افغاني سرې میاشتې د سویل لویدیځ زون اړوند د کندهار ولایت مرستون کې د لمریزې برېښنا پروژه، چې په یو ساعت کې د ۴۵ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري د (۴۸۸۳۷۶۰) د څلور ملیونه اته سوه درې اتیا زره اوه سوه شپېته افغانیو په لګښت، چې د پارساه مؤسسې په مالي لګښت او د الکوزیا شرکت په تخنیکي مرسته د مرستون اړوند د مشمولینو کورنیو ته چمتو شوې؛ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د سویل لویدیځ زون رییس ښاغلي اخترمحمد خادم، د پارساه مؤسسې استازي ښاغلي ډاکټرشریف الله حیات، د الکوزیا شرکت رییس ښاغلي شیراحمد دوست د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رییس ښاغلي مغفور الله شهید زوی او د کندهار مرستون اړوندو مسوولینو ګډون کړی و.

ښاغلي اخترمحمد خادم د سرې میاشتې د رهبرۍ په نماینده ګۍ د یادې پروژې له ملاتړ کوونکو مننه وکړه او یاده پروژه یې د مشمولینو لپاره ډېره ګټوره و بلله او زیاته یې کړه، د یادې برېښنا پر مټ به مرستون له ۲۴ ساعته برېښنا برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې یاده مؤسسه له تیرو ۲۷ کالو را پدېخوا په افغانستان کې د ښوونې او زده کړو په برخه کې فعالیت کوي، چې ترڅنګ یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پېنځه مرستونونو لپاره د لمریزې برېښنا چمتوکولو ژمنه هم کړې.

برق آفتابی، مرستون کندهار را تنویر کرد!

 

برق آفتابی، مرستون کندهار را تنویر کرد!

 

برق آفتابی، مرستون کندهار را تنویر کرد!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS