بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د نغدي مرستو له لارې د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د هغوی د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
