لغمان
پنجشنبه د جمادی الاولی په ۲۱مه د افغاني سرې میاشتې د مجامع ولایتي ریاست محترم پلاوي له لوري د لغمان ولایت په قرغیو، علپشنګ، علينګار او دولت شاه ولسواليو کې د علمای کرامو، ځوانانو، محصلینو او قومي مشرانو پنځه، پنځه کسیزه شورا جوړه شوه. د دې شوراګانو د جوړیدو یواځينۍ موخه د افغاني سرې میاشتې ملي کیدل، د وګړو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو پیاوړي کیدل دي.
