لغمان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه!
نن د یکشنبې په ورځ د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، دوه نیمې کیلو وریژې، دوه نیمې کیلو نخود، دوه پاکټه مکروني، ۷ قطۍ لوبیا، ۳ پاکټه اش، ۶ کیلو غوړي، یوه کمپله، یوه روجایي، یو جمپر او یو شمېر نور توکي شامل وو.
یاده مرسته د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه.
