قرغزستان هېواد افغاني سرې میاشتې ته ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وسپارله

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۵۴
خبرونه

قرغزستان هېواد افغاني سرې میاشتې ته ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وسپارله
نن شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۵مه، د قرغزستان هېواد ۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې ۹۰ ټنه اوړه، ۱۵ ټنه غوړي او ۱۵ ټنه بوره په کې شامله وه؛ په افغانستان کې د قرغزستان هېواد د سفیر ښاغلي جولچیف دانیار باقراویچ له لوري بلخ ولايت کې د شمال زون، نمایندګۍ او ولايتي مسٸولينو په شتون کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د بلخ ولایت د مقام مرستیال ښاغلي نور الهادي ابو ادريس په خپلو څرګندونو کې د قرغزستان هېواد په ترسره کړې مرسته خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې یاده مرسته به د سرې میاشتې لخوا د يوې شفافې پروسې له لارې پر اړمنو او بېوزلو وويشل شي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي هم په خبلو خبرو کې د یاد هېواد د خوراکي توکو د مرستې د مننې ترڅنګ د قرغزستان هېواد استازي او د بلخ ولایت مسؤلينو ته ډاډ ورکړ چې یاده مرسته به تر سروې وروسته په نږدې راتلونکي کې پر بېوزلو او اړمنو کورنيو ووېشي.
په پاې کې په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر ښاغلي باقراویچ د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل، نوموړي زیاته کړه: " له افغان ولس سره د قرغزستان هېواد د خلکو مرستې به دوامداره وي او زمونږ هڅه داده، څو د اړمنو او بېوزلو افغانانو د لاسنيوي په برخه کې خپلې مرستې لا پراخې کړو".

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۹:۲۱
Background image

هلمند کې ۳۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۳ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه اووه میلیونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۲
Background image

سمنګان؛ له درملنې تر مشورې؛ زرګونه هېوادوال له روغتیايي ملاتړ برخمن شول

يکشنبه، ۲۳ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سمنګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤١٠٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲۱
Background image

د هېواد په کچه په يوه اونۍ کې ٥٣٧٥ ځوانانو او رضاکارانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

يکشنبه، ۲۳ جمادې الآخرة ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥٣٧٥ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS