فراه او بادغیس!
د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الثاني په ۸مه، د افغاني سرې میاشتې لومړنیو مرستو ټرینرانو له لورې، د بادغیس ولایت مرکز اړوند نور آباد کلي کې، ۲۰ تنه نویو ټاکل شویو رضاکارانو ته د رواني ملاتړ په برخه کی، دري ورځنې ورکشاپ پیل شو. همدارنګه د فراه ولايت لاشجوين ولسوالۍ کې د روغتيايي چارو د چټکتيا په موخه ۱۵ کسیزه کمېټه جوړه شوه.
