فراه، کونړ، خوست او جوﺯجان کې عامه پوهاوى!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د فراه ولایت په قلعه زمان دینې مدرسې، قلعه او ګرګ اباد کلې، همداراز د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ په نرنګ عالي لیسه، خوست ولایت په لکڼو عالی لیسه او جوﺯجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې ښوونکو، زده کوونکو او قومي مشرانو ته بېلا بېلې نشراتي غونډې ترسره شوی. په یادو غونډو کې ټولټال ۱۰۰ کسانو ګډون درلود چې د نشراتو مدیرانو له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، اصول، نښانونه، او د افغاني سرې میاشتې چوپړونه تشریح شول.
