فاریاب ولایت کې ۵۰۰ کورنۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستو برخمنې شوې!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۹:۳۸
۵۰۰ خانواده نیازمند در ولایت فاریاب از مساعدت هلال احمر افغانی مستفید شدند!

د پنجشنبې او جمعې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال میاشتې پر ۱۹ او ۲۰ مه، چې د ۱۴۰۱ لمریزکال د وري له ۲۹ او ۳۰ مې نېټې سره سمون لري، فاریاب ولایت کې د ورستیو سیلابونو له امله ۵۰۰ سروې شوې اړمنې او سیلاب ځپلې کورنۍ د ترکیې هېواد د خوراکي او غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

په مرسته شویو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵ لیتره غوړي، ۸ کیلو سوجي اوړه، ۳ پاکټه آش، ۵ کیلو لوبیا، ۴ کیلو نخود، ۱ کیلو نسک، ۱ کیلو بوره، ۲ کیلو وريژې، ۴۵۰ ګرامه مربا او یو جوړ ښځینه جامې شاملې وې.

د یادونې وړ ده چې د یادو کورنیو له ډلې ۳۰ پيښځپلې کورنۍ د (الف) ګروپ په کټګورۍ کې سروې شوې وې، چې په وېشل شویو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵ قلمه غیر خوراکي توکي، ۱ باب خیمه، ۱ تخته پلاستیکي ترپال، ۶ تختې کمپلې، د پخلنځي یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې او ۵۰ کورنۍ د ( ب) ګروپ په کټګورۍ کې سروې شوې وې، چې یادو کورنیو ته په وېشل شویو توکو کې ۴ قلمه توکي، ۱ تخته پلاستیکي ترپال، ۶ تختې کمپلې، د پخلنځي یو سیټ او د اوبو ۲ بوشکې شامل و، ووېشل شول.

۵۰۰ خانواده نیازمند در ولایت فاریاب از مساعدت هلال احمر افغانی مستفید شدند!

 

۵۰۰ خانواده نیازمند در ولایت فاریاب از مساعدت هلال احمر افغانی مستفید شدند!

 

۵۰۰ خانواده نیازمند در ولایت فاریاب از مساعدت هلال احمر افغانی مستفید شدند!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۵:۲۶
Background image

ارزګان؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

BACK TO NEWS