فارياب کې ۶۰۰ اړمنو کورنيو سره ۱۵ ميليونه افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۶۰۰ اړمنو، بېوزله او بېځایه شوو کورنیو ۱۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادې نغدي مرستې موخه د اړمنو کورنیو د ژوند د ثبات تأمین او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره اغېزمن ګام پورته کول دي.