غور!
افغاني سره مياشت هغو وګړو ته، چې په شخصي روغتونونو کې د درملني توان نه لري؛ د هېواد په کچه ثابت روغتيايي کلينيکونه ايجاد کړي او د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځنده روغتیایي ټيمونو له لارې روغتيايي وړيا خدمات وړاندې کوي، د غور په ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ثابت روغتيايي کلینک او ګرځنده روغتیایي ټیمونو په تیره يوه میاشت (ربیع الاول) کې ټولټال ۱۰۱۰٤ هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې یې ٤٠٠٩ ناروغانو کتنه او درملنه کړي او وړيا درمل يې ورکړي، ٥٤٩ ټپيان يې پانسمان کړي،١٠٥٩ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ٤١١ ښځینه ناروغانو ته د ولادت په برخه کې اړينې مشورې ورکړي، ٢٤٧ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي، د دې تر څنګ يې ۳۸۲۹ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړی.


