غور؛ ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نږدې ۲۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول
سې شنبه، ۲ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د مرغاب او الفاروق ولسوالیو ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله د خپلو کورونو او شتمنیو له جدي زیانونو سره مخ شوې وې، نږدې ۲۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته، چې د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ برابره شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۸۰۰ ګرامه رُب، نیم کیلو شین چای او نیم کیلو بسکویټ شامل وو.
یاده مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
