عمومي رئیس د یوناما له مشرې سره د بشري مرستو د پیاوړتیا په موخه وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۴۴
عمومي رئیس د یوناما له مشرې سره د بشري مرستو د پیاوړتیا په موخه وکتل

یکشنبه، ۷ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې اغلې روزا اوتونبایېوا او د نوموړې له مرستیالې جورجیت ګانیون سره د بشري مرستو د پراختیا، همغږۍ او فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه وکتل. 
کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په کچه د ثابتو روغتیایي کلینیکونو، ګرځنده روغتیایي ټیمونو، رواني مرکزونو او مرستونونو له لارې، رواني ناروغانو، راستنېدونکو کډوالو، د سوري زړه ماشومانو، بې سرپرسته او اړمنو وګړو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو سربېره  د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنېدونکو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه معلومات شریک کړل. 
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سرې میاشتې د د راستنېدونکو کډوالو په څلورو پنډغالو ( ابرېشم پل، اسلام‌کلا، سپين بولدک او تورخم) کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ هره ورځ پر لس زره (۱۰۰۰۰) کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل کېدې، چې په دې وروستیو کې د کډوالو په شمېر کې د زياتوالي له امله د پخو خوړو او څښاک پاکو اوبو اندازه شل زره (۲۰۰۰۰) خوراکو ته لوړه شوې ده.
 ښاغلي دلاور د یوناما له مشرې وغوښتل چې د یادو فعالیتونو د پراخوالي په موخه له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې زیاتې کړي. 
د یوناما مشرې د بې وزلو د لاسنيوي برخه کې د افغاني سرې میاشتې بشرپال خدمتونه مٶثر او د غورځنګ د اووه ګونو بنسټيزو اصولو سره سم وبلل او له دې ملي ټولنې سره يې د همکاريو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۷:۴۹
Background image

نړیوال فدراسیون: په دې بحراني حالت کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ ته ژمن یو

سې شنبه، ۹ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د زلزله ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي او ورته د بېړنیو مرستو برابرولو په موخه په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۳:۵۹
Background image

هلمند؛ پر اړمنو او بې سرپرسته کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۹ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې پر ۱۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۳:۱۵
Background image

بادغيس؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي

سې شنبه ، ۹ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٨١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS