عمومي رئیس د کونړ زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۲۱:۴۲
عمومي رئیس د کونړ زلزله ځپلو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د ختيځ زون، کونړ نماينده ګۍ د رئيسانو او يو شمېر نورو مسٸولينو په ملتيا د یاد ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
 لیدنه کې عمومي رئیس د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شوو لنډمهاله استوګنځايونو ، د زلزله ځپلو د عمومي وضعيت،  حفظ‌الصحي په موخه د چمتو شوو اسانتياوو او د مرستو د وېش له بهیر ارزونه وکړه. نوموړي له زيانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ دوى ته د هر راز اسانتياوو د او د ژوند د لومړنيو اړتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
ښاغلي د لاور ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت د زلزله‌ځپلو تر څنګ ولاړه ده او د پېښې له لومړۍ ورځې دوامداره هڅې کوو، څو د دوى د لاسنيوي په موخه د لا زياتو بېړنيو بشري او روغتيايي مرستو زمينه برابره کړو.
ښاغلي دلاور، زلزله ځپلو لپاره پنډغالي کې د روښنايۍ ستونزې د بېړني حل په موخه څراغونه هم ووېشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS