سرپرست عمومي رٸيس: د رواني ناروغانو معياري درملنه مو لومړيتوب دى

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۵
سرپرست عمومي رٸيس: د رواني ناروغانو معياري درملنه مو لومړيتوب دى

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په ملتيا هرات ته د خپل سفر په لړ کې د لویدیځ زون د مرستون او رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.

سرپرست عمومي رئیس د یاد زون د مرستون او رواني ناروغانو مرکز کې پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي وښوده او له اړونده مسئولینو څخه یې د لا ښه خدمت کولو غوښتنه وکړه.

دغه راز ښاغلي دلاور په لویديځ زون کې د رواني ناروغانو له کلینیک، درملتون، حمامونو، پخلنځي او بیا رغول شوي مسجد څخه هم لیدنه وکړه،  رواني ناروغانو ته په پام کې نیول شوي خدمات یې مناسب او د ستاینې وړ وبلل او زياته يې کړه چې د يادو ناروغانو معياري درملنه مونږ ته لومړيتوب لري او د روغتيا برخه کې يې هر ډول همکارۍ ته ژمن يو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS