سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پراختیایې پروژو له مسٸول سره د همکاريو د پراخوالي او ستراتيژيکو برنامو د اغېزمنتيا په موخه وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۸:۴۰
خبر

سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پراختیایې پروژو له مسٸول سره د همکاريو د پراخوالي او ستراتيژيکو برنامو د اغېزمنتيا په موخه وکتل!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي د پلان او پاليسۍ مرستيال ښاغلي مولوي عزت الله امين په  خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پراختیایي پروژو له مسئول ښاغلي برېنډم سره د ګډو همکاريو د لا پراختيا، د روانو پروژو د اغېزمنتيا، د نوو پرمختيايي نوښتونو د پيل او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه.
دا راز د دواړو لوريو ترمنځ د مالي پايدارۍ، د نوو مرستو د جذب پر تګلارو، د ملي ټولنې د پراختيايي پلان او په انلاين ډول په جينوا کې د ستراتيژيک پلان په تړاو جوړيدونکي کنفرانس کې د ګډون په اړه هم بحث او خبرې  وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS