پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه
سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸ کیلو وچې شیدې، ۸ کیلو سرېلاک، ۱۳ پاکټه بیسکوېټ، ۳ پاکټه حلوا، ۲ کیلو خُرما، ۴ کمپلې، ۲ بستې د څښاک اوبه او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.
دغه مرسته د بېځایه شوو کورنیو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابره شوې وه.
افغاني سره میاشت د خپلو بنسټیزو اصولو په رڼا کې هڅه کوي، چې د پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته لاسرسی ومومي او د هغوی ستونزې راکمې کړي.
