زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ګډه ناسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۳۱
زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه د سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ګډه ناسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د سرې میاشتې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ترکیې او قطر سرو میاشتو، ناروې او ډنمارک سروصلیبونو) له استازو سره ناسته وکړه، چې موخه یې د هېواد په ختيځو ولایتونو کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنيوی، د ستونزو حل او د دايمي سرپناه برابرولو پر لارو چارو بحث کول وه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ختيځو ولایتونو زیانمنو شوو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د لومړنیو روغتیايي مرستو، لنډمهالې سرپناه، پخو خوړو د وېش، څښاک پاکو اوبو او  د خدمت په موخه د مؤظف شوي پرسونل په اړه معلومات وړاندې کړل او د زلزله ځپلو اړتیاوې یې ورسره شريکې کړې، نوموړي له کاري شریکانو څخه د زیانمنو شوو کورنیو د ځان بسیاینې، کورونو جوړولو او نورو مؤثرو پروژو د پیل او مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه.  
کاري شریکانو په وروستۍ زلزله کې زیانمنو شوو وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري پر وړاندې کېدونکو چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو خوښي وښوده او د ملاتړ ډاډ یې وړاندې کړ، دوی ژمنه وکړه چې د زلزله ځپلو کورنیو له اړتیاوو سره سم به خپلې مرستې تنظيم کړي او د هغوی د دايمي هستوګنې لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS