د کونړ زلزله؛ له نړیوالو کاري شریکانو سره د مرستو د مؤثریت په موخه د افغاني سرې میاشتې مشورتي ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۱
د کونړ زلزله؛ له نړیوالو کاري شریکانو سره د مرستو د مؤثریت په موخه د افغاني سرې میاشتې مشورتي ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې آغلې کترینا رېټز او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر، ښاغلي جُی سېنګال سره د کونړ زلزله ځپلو ته په غوره او اغیزمن شکل د بشري مرستو د چمتو کولو او تنظيم په موخه مشورتي ناسته وکړه.
ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کونړ زلزله‌ ځپلو ته بشري مرستې باید د هغوی اړتیاوو ته په کتو برابرې شي، څو د زیانمنو شوو کورنیو ستونزې ژر تر ژره را کمې او بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

BACK TO NEWS