د کندهار ولایت په انځرګي کمپ کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه پیل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۵۷
خبرونه

د کندهار ولایت په انځرګي کمپ کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه پیل شوه!

نن چهارشنبه د شوال د شوال د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د ۲۰ تنو کارګرو لپاره د پیسو په بدل کې د کار پروژه، چې هدف يې د کمپ پاکوالی، راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی او له کډوالو سره د انتقالاتو په چارو کې همکاري کول دي ؛ پیل شوه.
په ياده پروژه کې به هر کارګر ته  په ورځني ډول ۴۰۰ افغانۍ چې په ټوله کې د میاشتې ۱۲،۰۰۰ افغانۍ کېږي؛ ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یادو کارګرو ته د کار په پیل کې د اړتیا وړ توکو د پېرلو په موخه هر یوه ته ۳،۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي وسپارل شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د الحیات میډیکل کمپنۍ له لوري ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په موخه د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي. . .

BACK TO NEWS