د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې ۱۵۰ کورنیو ته مرسته وویشله
نن د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۳مه د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په نعمان کلا سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري خوراکي مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې پر ګڼو خوراکي توکو سربېره ۴۰ کیلو اوړه، یوه کمپله او یوه ژمنۍ بسته شامل دي. یاده مرسته د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه.


