د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
H

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د خپلواک ژوند لپاره د زمینې برابرول دي.

یادو مېرمنو تر دې دمه د درې نیمو میاشتو لپاره په بېلابېلو حرفوي برخو کې عملي او نظري زده‌ کړې ترلاسه کړې دي، چې په کې خیاطي، افغاني ګنډنه، شیریني‌ پزي، د نباتي محصولاتو تولید، د وچو مېوو او زعفرانو بسته‌ بندي شامل دي.

دغه روزنیز پروګرامونه د دې لپاره پلي کېږي، څو ګډونوالې وکولای شي له زده‌ کړل شويو مهارتونو څخه په استفادې سره کوچني کاروبارونه پیل کړي، د عاید سرچینې ومومي او پر دوامداره مرستو خپله تکیه کمه کړي.

افغاني سره میاشت د پروګرام د اسانتیاوو په چوکاټ کې، د حرفوي زده‌ کړو ترڅنګ، د تګ راتګ کرایه هم ورکوي. تېره ورځ د پاتې ۱۳ ورځو کرایه ۳۸۳,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوه؛ له دې جملې ۲۹۲,۵۰۰ افغانۍ زده‌کوونکو، ۸۳,۲۰۰ افغانۍ ښوونکو او ۷,۸۰۰ افغانۍ د روزنیزو مرکزونو ساتونکو ته ځانګړې شوې وې.

یاد پروګرام د فنلنډ او بریتانیا د سره صلیبونو په مالي ملاتړ عملي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

BACK TO NEWS