د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې له لوري۶۰۰ اړمنو او جنګ ځپلو کورنیو ته اته قلمه خوراکي مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شامل دي..

د یادولو وړ ده، چې په یاده ولسوالۍ کې له وروستیو پېښو وروسته دا لومړی ځل و، چې له ټولو خیریه ټولنو لومړی د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه.

له دې څو ورځې وړاندې افغاني سرې میاشتې په پریان ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنیو، په آبشار ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنیو ته او په رُخه ولسوالۍ کې هم ۶۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشلې وه.

 

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS