د ورځنیو اداري چارو د ښه والي په موخه روزنیز ورکشاپ داير شو

دوشنبه، ۱۳ ربیعالآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د مرکزي ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو برخه کې د ظرفیت لوړونې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.
یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د مکتوب، استعلام، وړاندیز او متن لیکلو سربېره د لیک نښو د کارونې په اړه هم لازم معلومات ورکړل شول.