د هلمند ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ٥٠٠ اړمنو کورنیوته مرسته ووېشل شوه!
یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب پر ۱۵ مه نېټه د هلمند ولایت ګریشک ولسوالۍ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو سوې وه په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو وریجي، ۱ کیلولوبیا، ۳ کیلو نخود، ۵ لېټره غوړي او ۳ کیلو ورجي, ۱ تخته کمپل ۲ کیلو مکرونی د هلمند ولایت د سرې میاشتې رئیس ښاغلی الحاج مولوي فضل محمد "فضلی" په شتون کې ووېشل شوه.


