د هرات ولایت په کهسان ولسوالی کې د وچکالي له امله د زیانمنو شویو بزګرانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۸:۴۴
خبرونه

‏نن چهارشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ اړوند په ۴۰ مختلفو کلیو کې د وچکالۍ له امله زيانمنو شويو  ۲۰۰۰ بزګرانو سره په ټولیزه توګه د شپېته میلیونه (۶۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو د نغدي مرستې لړۍ، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لاس پیل شوه.
د یادې نغدي مرستې د وېش د پرانيستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د سرې میاشتې د هغو بشرپالو او خيرپالو فعاليتونو او خدماتو په اړه تفصيلي وينا وکړه چې د هېواد په مختلفو برخو کې اوسمهال روان دي او ددېخيريه ملي ټولنې د راتلونکو پلانونو په تړاو يې هم هر اړخيزې خبرې وکړې.
همدا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې ددې پروګرام د سروې او د نغدي مرستې د وېش په برخه کې پوره شفافيت او صداقت په پام کې نيول شوى او زياته يې کړه چې د افغاني سرې مياشتې چارې او فعاليتونه په بشپړه ناپلوۍ او خپلواکۍ ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده چې ياده نغدي مرسته کې هر بزګر ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‏امروز چهارشنبه ۲۲ ربیع الاول، از سوی هلال احمر افغانی در سلسله کمک های نقدی؛ مجموعاً شصت میلیون (۶۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانی برای ۲۰۰۰ دهاقین آسیب دیده از خشکسالی در ۴۰ قریه مختلف ولسوالی کهسان ولایت هرات، توسط محترم شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سرپرست ریاست جمعیت هلال احمر افغانی، آغاز شد. 
در مراسم افتتاحیه توزیع کمک های نقدی مذکور رئیس عمومی هلال احمر افغانی در مورد فعالیت ها و خدمات بشردوستانه هلال احمر افغانی که در حال حاضر در نقاط مختلف کشور جریان دارد معلومات مفصل ارائه نمود و در مورد برنامه های آينده این جمعیت خیریه ملی نیز صحبت نمود.
همچنین محترم دلاور ابراز اطمینان نمود که در سروی و توزیع نقدی این پروگرام شفافیت و صداقت کامل در نظر گرفته شده است.
موصوف افزود که امور و فعالیت های هلال احمر افغانی با بی طرفی و استقلال کامل انجام می شود.
قابل ذکر است که در کمک نقدی مذکور به هر خانواده مبلغ ۳۰،۰۰۰ هزار افغانی مساعدت صورت میگیرد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۶:۳۷
Background image

لغمان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

۷ قلمه نشراتي توکي چمتو کول داوطلبۍ ته وړاندې شول

 

پنجشنبه، ۱ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د اطلاعاتو او خپرونو ریاست لپاره د ۷ قلمه بېلا بېلو نشراتي توکو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د تهیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۵:۵۸
Background image

امريکا کې مېشت افغان د کونړ زلزله‌ځپلو سره مالي مرسته افغاني سرې مياشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
يو افغان هېوادوال چې دا مهال په امريکا کې اوسيږي، د انساني همدردۍ او هېوادنۍ مينې پر بنسټ د کونړ زلزله ځپلو کورنيو د لاسنيوي او ورته د ژوند لومړنيو. . .

BACK TO NEWS