د نورستان ولایت وانت وایګل کې د شهیدانو او یتیمانو ۳۰۰ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!
نن د جمعې او پرون د پنجشنبې په ورځو د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر۱۲مه او ۱۳مه د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د یتیمان او شهیدانو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري د ترکیې له خلکو راټوله شوې وه؛ په کې ۲۵ کیلو اوړه او دوه بستې خوراکي او ژمني توکي شامل وو.

