د ننګرهار په مرستون کې افغاني سرې میاشتې ۲۷ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشله!
نن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر ۳مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د افغاني سرې میاشتې په مرستون کې مېشتو ۲۷ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو مکروني، ۱ کیلو شین چای، نیم من لوبیا، نیم من دال نخود، یوه کیلو وچې شیدې، د ځان وینځلو شامپو او صابون، د کالیو وینځلو صابون، د لوښو شامپو او یو شمېر نور توکي شامل وو.
