د مالي کړنلارې د ښوونیز ورکشاپ دایرول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۰:۳۰

نن دوشنبه د ۱۴۴۳سپوږمیز کال د ذوالحجې پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون کارکوونکو ته د مالي کړنلارې دوه ورځنۍ ښوونیز ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د روزونکو په واسطه او کاري شریکانو په ګډون دایر شو.

د دې ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې مالي رییس ښاغلي شبیراحمد عثماني ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی غوښتنه وکړه چې د ورکشاپ اړوند موضوعاتو ته پاملرنه وکړي او پوره کټه ترې واخلي.

د دې ورکشاپ په اجنډا کې شامل موضوعات عبارت دي له: د مشارکت چوکاټ او دقیقه کتنه، د پیسو د لېږد طریقې، د دوراني سیستم تمویل، بیاځلې بشپړونه یا د مالي دوران بیا ورکړه ، د بودجوي پلان او فعالیتونو تائيد او پلي کول شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS