د فاطمه ګیلاني روغتون د بیارغونې قرارداد د داوطلبۍ ګټونکي شرکت ته ورکړل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۵۱
خبرونه

د فاطمه ګیلاني روغتون د بیارغونې قرارداد د داوطلبۍ ګټونکي شرکت ته ورکړل شو

نن شنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په شتون کې د سرې میاشتې اړوند د فاطمه ګیلاني روغتون د بیا رغونې د چارو قرارداد د يوې شفافې داوطلبۍ له لارې ګټونکي شرکت ته ورکړ شو.
یادې داوطلبۍ کې ۶ ودانیزو شرکتونو ګډون درلود؛ چې له ډلې یې د سید حاجي ودانیز او لوژستیکي شرکت د کم قېمت وړاندې کولو او داوطلبۍ کې د ټاکل شوو شرایطو په پوره کولو سره ګټونکی شرکت اعلان شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳۴
Background image

غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۵
Background image

میدان وردګ؛ د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او جلرېز، نرخ، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو. . .

BACK TO NEWS