د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د کابینې په لسمه غونډه کې کډون وکړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۳:۵۵
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست هلال احمر افغانی در نشست دهم کابینه اشتراک نمود!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د رییس الوزرا په بلنه د روان لمریز کال د لړم د میاشتې پر۲۴مه نېټه چې د ۱۴۴۳میلادي کال د ربیع الثاني له ۹مې نېټې سره سمون لري د کابينې په لسمه غونډه کې کډون وکړ.

په یاده غونډه کې پر نورو مسايلو سربېره افغاني سرې میاشتې ټولنې ته دنده وسپارل شوه، چې د کابل د امنيه قومندانۍ او نورو اړونده ارګانونو په مرسته او همغږۍ د کابل ښار سوالګر تثبیت او د هغوی د اړتياو (ځای، خوراک، پوښاک، دارو درمل ) برابرولو او پاللو په موخه طرحه چمتو او د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

د سرې میاشتې سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص ژمنه وکړه، چې د کابل امنیه قومندانۍ او اړوندو نورو ارګانونو سره به دیو ګډ هيئت د جوړولو له لارې د کابل ښار د سوالګرو د تثبيت او هغوی ته د اړتیاو د پوره کولو په برخه کې له حکومت سره ګډ کارکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

لوګر او میدان وردګ؛ ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول.

له دغو کورنیو څخه ۱۲۰ یې د لوګر ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

نورستان؛ پر ۲۲ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۲۲ هغو سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې څه موده وړاندې ورته د سختو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
Background image

کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د. . .

BACK TO NEWS