د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د نړیوال فدراسیون له مشر او مرستیال سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۱۶
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست ریاست عمومی سرمیاشت با رئیس ومعاون فدراسیون بین‌المللی صلیب سرخ وهلال احمر ملاقات نمود.

نن د ۱۴۰۰لمریز کال د لړم پر ۱۹مه د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون له رییس نیسفوړ او مرستیال نیلسن سره د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون نوی ټاکل شوی مرستیال نیلسن او په افغانستان کې د نهضت د غړو د همغږۍ آمره نینکا بوسکما (په غیاب کې) محترم مولوي مطیع الحق خالص ته معرفي کړل شول.
ددې تر څنګ په دې ناسته کې د سرې میاشتې د ښه فعالیت او د افغانانو مشکلاتو ته د لاسرسي په اړه خبرې وشوې. د افغاني سرې میاشتې رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص هیله وښوده، چې له نړیوال فدراسیون سره به ګډ کار کوي او دواړه لوري به په ګډه د خیریه چارو په ترسره کولو کې لاسونه ورکوي.
افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ وویل، چې دوی اراده لري په دوه اونیو کې دننه یوه اندازه خوراکي توکي سرې میاشتې ته وسپاري او له دې وروسته به خوراکي مواد دننه په افغانستان کې پېري. د نړیوال فدراسیون له لوري د دغه اقدام هوډ د محترم مولوي مطیع الحق خالص له لوري وستایل شو او ویې ویل، چې په دې کار سره به د افغانستان پرېوتی اقتصاد وده وکړي. نوموړي وویل، چې دوی به هڅه وکړي چې د نړیوال فدراسیون له لوري دوی ته سپارل کېدونکي خوراکي توکي اړمنو وګړو ته پر وخت ورسوي ترڅو د هوا د یخنۍ له امله خراب نشي.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر ته وویل، چې دی هڅه کوي په افغاني سره میاشت کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS