د دندې اعلان

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۲۶
د دندې اعلان

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان: فلیبوتومېست / د لابراتوار ټکنېشن (Phlebotomist / Lab Technician)


اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون

اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون

بست:  

د بستونو شمېر:  ١

راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته

راپور اخیستل له:  

د بست کوډ نمبر :  hr@0042

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22

د دندې موخه:

د انتاناتو د کنټرول او مخنيوي د اصولو په پام کې نیولو سره د روغتیا نړیوال سازمان معیارونو ته په کتو سراپا ناروغانو او له داخلې څانګو څخه د راجع شویو ناروغانو وينه اخیستل او د ماشومانو د زړه او نورو اختلالاتو د کره تشخیص په موخه د  OPD په لابراتوار کې د هغوی معاینات ترسره کول.

وظیفوي مسئولیتونه:

۱. له بیولوژيکې معیارونو او وقايوي اصولو سره سم له ناروغانو څخه د وینې، ادرار او غایطه موادو نمونې اخیستل.

۲. په سمه توګه پر نمونو د پېژندنې کاغذونه لګول او معلومات یې د لابراتوار (LIS/HMIS) په سیستم کې ثبتول.

۳. بنسټيز معاینات چې په هغو کې د مایکروبیولوژي، پتالوژي، کیمیستري، هیماتولوژي او بیوشیمي شامل دي، ترسره کول.

۴. په ورځنۍ توګه د لابراتواري تجهیزاتو لکه سانتریفیوژ، هیماتولوژي انالایزر  دقیق سنجش او چمتو کول.

۵. د بېلګو سوړ زنځيز ساتل او تر څېړنې او معایناتو پورې یې له ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کول.

۶. د آزموینو پایلې په برېښنايي سیستم کې ثبتول او طبي ټيم ته په ورځنۍ توګه راپورونه جوړول.

۷. د د ناوریني مواردو د پایلو د اعلان په موخه د ګروپي ویزيټونو او سهارنیو لیدنو په راپورونو کې ګډون کول.

۸. د لابراتوار د داخلي (IQC) او خارجي (EQC) کیفیت په کنټرول کې ګډون کول.

۹. د خوندي ژوند پروتوکولونه رعایت او طبي اشغال دانۍ تفکیک کول.

۱۰. د شپې شیفټونه ترسره کول او د مؤظفو ډاکټرانو له لزوم دید سره سم ورځني او تخصصي معاینات ترسره کول. 

۱۱. د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بنسټیزو اصولو سره سم د عامې روغتیا وزارت قوانینو او مقرراتو ته په کتو د لابراتوار د ریاست له لوري سپارل شوې دندې ترسره کول.

وړتیاوې:

۱. د لابراتوار برخه کې کې له دولتي یا شخصي پوهنتون څخه چې په لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت کې ثبت وي، د (Medical Laboratory Technology)  تحصيلي سند درلودل.

۲. په تشخیصي لابراتوارونو یا د تداوۍ په مرکزونو کې کم تر کمه ۳ کلنه کاري تجربه درلودل.

۳. له ورځنیو اړیتاو سره سم له هیماتولوژي او بایو شیمي تجهیزاتو سره بلدتیا درلودل.

۴. د افيس او LIS/HMIS برخه کې کمپيوټري مهارتونه درلودل.
۵. د فشار پر مهال د کار کولو او اطلاعاتو د محرمیت ساتلو وړتیا درلودل.

۶. د وخت پېژندل ‎ او غوره مسلکي اخلاق درلودل.

۷. په ملي ژبو (پښتو او دري) تسلط درلودل او د غوښتل شویو معایناتو د پایلو په اړه د راپور لیکلو په موخه په انګلیسي ژبه پوهېدل.


ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
+93-706-750-299

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies