د خوندیتوب او ساتنې ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۲۲
ورکشاپ  سه روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست محافظت ومصونیت

دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال میاشتې پر ۲۳مه نېټه د افغاني سرې میاشتې د خوندیتوب او ساتنې ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي احمد خالد حامد او د خوندیتوب او ساتنې د ریاست د رییس ښاغلي ظهیرالله همدرد په شتون کې پرانیستل شو.

دا ورکشاپ د مرکزي دفتر د خوندیتوب او ساتنې ریاست د ۱۵ تنه کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې په لاندې برخو کې ګډونوالو ته درې ورځنۍ روزنه ورکړل شي.

 ( د منلو څرنګوالی، د پېژندنې لارې، معلومات او پوهاوی، د رویې طریقه، د اړیکو ټینګول، خوندیتوب او ساتنه، د مصؤنیتي راپورونو د وړاندې کولو طریقې، د امنیتي ګواښونو د ارزونې لړۍ، د واټونو خوندیتوب، د ودانیو او  مرستې رسونې د کاروان ساتنه او څارنه).

د یاد ورکشاپ پرانیسته په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرترجنرال ښاغلي احمد خالد حامد په وینا وشوه. نوموړي په خپلو خبروکې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ووېل، دا ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره ډېر اړین دی، هیله مند یم چې د روزونکو له ترتیب شویو ښوونیزو توکو څخه به په پوره توګه ګټه پورته کړئ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS