د ترکیې په استانبول ښار کې د افغاني سرې میاشتې د رهبري غړو، د ترکیې د سرې میاشتې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره کړه
د ترکیې په استانبول ښار کې د افغاني سرې میاشتې د رهبري غړو، د ترکیې د سرې میاشتې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ افغانستان کې د بشري مرستو برخه کې د لاسته راوړنو، شته چیلنجونو، حل لارو او اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو درې اړخیزه ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغاني سرې میاشتې سره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او د ترکیې د سرې میاشتې د ملاتړ او مرستو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري خدماتو پر وړاندې پر شته ننګونو، نویو تګلارو او لازمو حل لارو خبرې وکړې.
ناسته کې د آرام سمندر د هېوادونو لپاره د IFRC مسؤل الګزینډر میتیو د افغاني سرې میاشتې کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له افغانستان سره یې تلپاتې مرستو او همکاریو ته ژمنتیا وښوده. نوموړيډه همکاري او تفاهم د ستونزو د حل لپاره اړین وبلل.
ناسته کې درې واړو لوریو په لا ښه، اغېزمن او شفاف پرمخیون خبرې وکړې او ژمنه وشوه، چې اړمنو ته د مرستو په رسولو کې به یو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکوي.
