د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلی کریم کنیک افغانستان ته په درې ورځني سفر راغی!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ - ۲۱:۴۶
محترم کریم کنیک ریس عمومی هلال احمر ترکیه و معاون فدراسیون بین المللی به سفر ۳ روزه به کابل آمد!

نن د جمعې په ورځ د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د نړیوال فداراسیون مرستیال ښاغلی کریم کنیک افغانستان ته په خپل درې ورځني را ورسېد. د نوموړي هرکلي ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، کابل کې د ترکیې سفیر او یو شمېر نور لوړ پوړي مقامات ورغلي وو.

ښاغلي کنیک په کابل هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې مونږ د افغانانو تر څنګ ولاړ یو؛ افغانان غیرتي خلک دي او ډېر زر به له روان بد حالت څخه ووځي. نوموړي وویل، چې دی د افغاني سرې میاشتې په بلنه افغانستان ته راغلی؛ ترڅو د افغانستان روان بشري وضعیت له نېږدې و ارزوي او د بشري مرستو په ډېرښت کې یې لاس په کار شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص کابل هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې مونږ له ترکیې غواړو چې له افغانانو سره اوږه په اوږه ودرېږي او د مرستې لاس ورکړي. نوموړي وویل مونږ به د ترکیې له سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون سره په ګډه پر دې کار وکړو، چې څنګه په ګډه افغانانو ته ښه ورځ راګرځولی شو. نوموړي وویل، چې مونږ هڅه کوو له نړیوالو سره په ښه تعامل له افغانستان سره د مرستو دروازه پرانیستې پاتې شي او نورې دروازې هم پرانیزو.

ټاکل شوې د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلی کریم کنیک به سبا شنبه د افغاني سرې میاشتې له سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سره یو نیم ساعت اوږده ناسته ولري.

 

محترم کریم کنیک ریس عمومی هلال احمر ترکیه و معاون فدراسیون بین المللی به سفر ۳ روزه به کابل آمد!

 

محترم کریم کنیک ریس عمومی هلال احمر ترکیه و معاون فدراسیون بین المللی به سفر ۳ روزه به کابل آمد!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS