د ترکيې سرې میاشتې له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۷۲۴ ټنه مرسته وسپارل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۳
خبر

د ترکيې سرې میاشتې له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۷۲۴ ټنه مرسته وسپارل شوه!

د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې د ترکيې د سرې میاشتې له لوري را استول شوې ۷۲۴ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۰مه، د یاد هېواد د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي محمد شکرو جان په لاس  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د یادې مرستې د تسليمۍ پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل: " اقلیمي بدلون ته په کتو زموږ ګڼ شمیر هېوادوال له بېلا بېلو اقتصادي ستونزو ځورېږي او پراخ لاسنيوي ته اړتیا لري، نوموړي د ترکیې د سرې میاشتې له لوري ترسره شوې مرسته  د اړمنو او بې سرپرست هېوادوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې مهمه یاده کړه."
ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې وویل، دغه مرسته به په بيړه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر مستحقو کسانو ورسول شي او د یادې مرستې ډېره اندازه برخه به د پکتیکا ولایت هغو څلورو فقر او غربت ځپلو ولسواليو کې ووېشل شي، چې وګړي یې له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.
دا راز نوموړي د ترکیې د سرې میاشتې له دوامداره همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ترکیې سره میاشت يو له هغو مرستندویه ټولنو ده، چې تل یې په ستونزمنو حالاتو کې له افغاني سرې میاشتې سره اوږه په اوږه د اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته افغانانو لاسنیوی او مرسته کړې ده. 
ورپسې هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول او د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال د بېوزلو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې د لا زیاتې همکارۍ د ډاډ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د اسلامي ورورولۍ له مخې به خپلې مرستې او همکارۍ له افغاني سرې میاشتې سره جاري ساتي او زیاته یې کړه چې دغه مرسته د بېلابېلو ترکي خیریه بنسټونو له لوري چمتو شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په سپارل شوې مرسته کې (اوړه، خرما، ترپالونه، کمپلې، خیمې، د پخلنځي وسايل، صابون)  او داسې نور بېلابېل د اړتیا وړ توکي شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS