د امیري طبي کمپلکس د جامع مسجد په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ګډون وګړ!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۹:۲۶
رئیس عمومي جمعیت افغانی سره میاشت در مراسم افتتاح مسجد جامع امیری طبی کمپلکس اشتراک ورزید!

پرون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر نهمه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د امیري طبي کمپلکس د جامع مسجد په افتتاحیه مراسمو کې د ګډون په موخه یاد روغتون ته لاړ.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د امیري طبي کمپلکس په جامع مسجد کې د ماسپښين لمانځه تر ادا وروسته، د یاد روغتون له مسؤلانو سره په کتنه کې د جامع مسجد پر جوړولو خوښي وښوده، د یاد روغتون مشرتابه یې وستایه او د امیري روغتون له ځینو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

BACK TO NEWS