خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
خوست

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.

د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، نن په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ۱۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۱۸ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي ستونزو د کمولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

ټاکل شوې ده، چې د همدې مرستې په جریان کې به په راتلونکو دوه ورځو کې په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې هم پر ۱۸۰۰ کورنیو ورته مرسته ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري فعالیتونو له لارې د بېځایه شویو او زيانمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۷
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ١۴ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کنړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٩٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS