د الخدمت فاونډیشن له رئیس سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص لیدنه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۸ - ۱۳:۱۶
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی محترم مولوی مطیع الحق خالص با رئیس فاوندیشن الخدمت ملاقات نمود!

نیټه:۲۰-۷-۱۴۰۰

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د الخدمت فاونډیشن خیریه بنسټ له رئیس ښاغلي پروفیسور حفیظ الرحمن او یاد بنسټ د خیبرپښتونخوا څانګې له مشر ښاغلي خالد وقاص او ورسره پلاوي سره وکل.

په لیدنه کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د یاد خیریه بنسټ له لوري په بیلابیلو برخو کې د مرستو په اړه مفصلې خبري اترې وشوې، او پریکړه وشوه چې الخدمت فونډیشن به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري د اخته ناروغ ماشومانو او همدارنګه د رواني ناروغانو په درملنه او پالنه کې مرسته کوي.

ناسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست له لوري د الخدمت فاونډیشن رئیس ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې په نښان د مزینې ډالۍ په ورکړې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS