د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د قراردادونو او شرط لیکونو د تسوید په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو!
د ظرفیت لوړاوي د ورکشاپونو د جوړولو په لړ کې داځل د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست له لوري د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الثانی پر ۱۸مه نېټه د مرکزي دفتر د لوژستیک ریاست او سیمه ییزو دفترونو ۳۰ تنه کارکوونکو ته د شرط لیکونو او قراردادونو د تسوید په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ورکړ شو، چې موخه یې د حقوقي ستونزو او ننګونو هواری او آسانتیاو رامنځ ته کول دي.
د یاد ورکشاپ پرانیسته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري وشوه.نوموړي کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل: د قراردادونو، شرط لیکونو او ورته نورو حقوقي موضوعاتو په اړه ورکشاپونه دایرول د سرې میاشتې لپاره ډېر ارزښت لري، رونټیا رامنځ ته کوي او افغاني سره میاشت لا قانوني کوي، نو زه هیله لرم؛ چې له دغه دوه ورځني ورکشاپه په پوره توګه ګټه پورته کړئ.
