د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې له استازی سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۶:۳۰
معاون جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

نن دو شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب د میاشتې پر ۲۳ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي فرید ضیا سره د افغاني سرې میاشتې تولنې د حوادثو او نړیوالو اړیکو رییسانو به شتون کې د ۹۹۴ ټنه خوراکي اوغیر خوراکي مرستې د وېش او پلان په اړه، چې نن به د تور غونډۍ بندر له لارې هېواد ته را وړل شي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي په خپل کاری دفتر کې ولیدل. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي د مننې ترڅنګ د ترکیې هېواد د بشرپالو مرستو د وېش په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې یادې مرستې به ډېر ژر په شفاف ډول د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې چې باقی ولایتونو کې بېوزلو کورنیو ته ووېشل شي

ښاغلي فرید ضیا د افغاني سرې میاشتې ټولنې له تیرو هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه چې بشپړ شفافیت سره یې د مرستو په ویش کې مرسته کړیده.

همدا راز فرید ضیا زیاته کړه چې د ترکېې هیواد سره میاشت په پام کې لري چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته روژه ماتی چمتو او وويشي . همدا راز به د روژې په میاشت کې سربیره پر یادو مرستو له ۶۰۰ تر ۷۵۰ نورو اړمنو او بیوزله کورنیو ته د سرې میاشتې به له لارې د خوراکي توکو بستې هم وویشي

معاون جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

 

معاون جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS