د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د سرې میاشتې نماینده ګۍ په انګړ کې د مرستو د وېش دوام!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۳:۲۹
ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل نماینده ګۍ په انګړ کې د پرونۍ وېشل شوې مرستې پر دوام  نن یو ځل بیا د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته، چې سروې یې د نماینده ګۍ اړوند کارکوونکو له لوري ترسره شوې وه، د چین هېواد د سره صلیب او افغاني سرې میاشتې څلور قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۴ چکۍ صابون شامل وو، د کابل نماینده ګۍ د رییس ښاغلي مولوي عبدالله "حماد" کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

 د یادونې وړ ده، چې پاتې ۶۲۵ اړمنو او بېوزله کورنیو ته به یاده مرسته په راتلونکو ورځوکې ووېشل شي. 

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS